د پنجاب بلدياتى ټاکنو کښې به پوره طاقت سره برخه اخلو، آصف على زردارى

پخوانې صدر آصف على زردارى وئيلى دى چې د پنجاب بلدياتى ټاکنو کښې به پوره طاقت سره برخه اخلو، د لاهور پشمول په ټول پنجاب کښې به پارټې مضبوطه وو، آصف زرداري لاهور کښې د پارټې مرحوم غړې ارشد ګجر کور ته ورغلې او د هغه کورنې سره ئې د غمراضې اظهار کړې

د پيپلز پارټې شريک چيئرمين آصف علي زرداري وئيلي دي چې بلدياتي اليکشن کښې به ميدان خالي نه پريږدو، کال نولس سوه نهه اويه په شان به د لاهور بلدياتې ټاکنو کښې کلين سوئپ کوؤ

آصف زرداري لاهور کښې د پارټې مرحوم غړې ارشد ګجر کور ته ورغلې دې او د هغه کورنې سره ئې د غمراضې اظهار کړېدې ، ولې هغه د مرحوم لپاره فاتحه خواني هم کړېده، آصف علي زرداري پارټې لپاره د ګهر خاندان خدماتو ستائينه هم کړېده