د پنجاب حکومت وياند شهباز ګل مستعفي شوے

د پنجاب حکومت وياند شهباز ګل مستعفي شوے

پنجاب حکومت کښې ردوبدل مخې ته راغلې دے ، د پنجاب حکومت وياند شهباز ګل مستعفي کيدو سره وزيراعلي پنجاب صلاح کار عون چوهدري د څوکي نه لړي کړلي شوے
تفصيلاتو ترمخه تقرر و تبادلو په معامله د پنجاب حکومت وياند شهباز ګل مستعفي کيدو اعلان کړے او وئيلي دي چي پنجاب کښي ناقص طرز حکمراني دفاع کول ګرانه وه او هغه خپلي څوکي نه مستعفي کيدو فيصله کړے
پنجاب حکومت د وزيراعلي صلاح کار عون چوهدري څوکي نه لري کولو نوټيفيکيشن هم جاري کړے او هغه په ځائے آصف محمود د وزيراعلي پنجاب مشير مقرر کړے
وزيراعظم تيره دوره کښي منظوري وورستو پنجاب کابينه کښې هم توسيع ورکړې شوي او وزيراعلي شکايت سيل نه مستعفي شوے اسد کهوکهر قائم مقام ګورنر پنجاب چوهدري پرويز الهي نه حلف پورته کړے
واضحه دي وي چي شهباز ګل د پنجاب حکومت او وزيراعلي پنجاب وياند په توګه فرائض ترسره کول او هغه په هر محاز د پنجاب حکومت او وزيراعلي پنجاب دفاع کوله ولي تيره ورځ هغه يو پريس کانفرنس کښې په عثمان بزدار تنقيد کړې وو او وئيلي وو چې چا هم د عثمان بزدار شکل نه دے خوښ، هغه دې پارټي پريږدي