د پنجاب دريشت کسيزه کابينه کښي پنځلس وزرا خپلي څوکو څوګند پورته کړے

0
16

د پنجاب دريشت کسيزه کابينه کښي پنځلس وزرا خپلي څوکو څوګند پورته کړے او قائم مقام ګورنر پنجاب چوهدري پرويز الهي ګورنر هاوس لاهور کښې وزرا نه حلف پورته کړو
د پنجاب نوي کابينه اعلان تيره ورځ کړلي شوے اوو چي پکښي دريشت وزرا نومونو اعلان شوے اوو ، کابينه کښې پنځلس وزرا ته محکمے ټاکلي شوي ولي اته وزرا محکمو اعلان به ورسته کولي شي ، د پنجاب کابينه حلف برداري دستوره ګورنر هاوس لاهور کښې وشوه چي پکښي وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار سره اعلي سول او عسکري چارواکو او د تحريک انصاف ګنړ شمير کارکنانو ګډون وکړو
د پنجاب پنځلس وزرا کښي عبدالعليم خان ته سينئير وزرات سره بلديات ، راجه راشد حفيظ ته ريونيو ،راجه بشارت ته قانون او پارليماني امور ، ډاکټر ياسمين راشد ته صحت ، ميا اسلم اقبال کامرس او تجارت ، راجه ياسر همايوڼ ته هائر ايجوکيشن او سياحت ،ميا محمود الرشيد ته هاوسنګ ،فياض الحسن چوهان ته وزارت اطلاعات و ثقافت ،سميع الله چوهدري ته خواراک ،مخدوم هاشم بخت ته خزانه ،حافظ ممتاز احمد ايکسائز او ټيکسيشن ،محسن لغاري آباشي ،ډاکټر مراد راس پرائمري تعليم او تيمور خان ته سپورټس او امور نوجوانان وزارتونه ورکړلي شوي
د پنجاب اته وزرا چي پکښې ملک نعمان،حسنين دريشک ، سبطين خان ،سردار آصف نکئي ،حافظ عمار ياسر،چوهدري ظهير الدين،ملک انور او هاشم ډوګر هم د پنجاب کابينه برخه دي او د دوي محکمو اعلان به ورسته
کولي شي