د پنجاب صوبائي کابينه دويمه غونډه وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار په مشري کښې وشوه

0
4

لاهور کښي د پنجاب صوبائي کابينه دويمه غونډه وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار په مشري کښې وشوه چي پکښې دولس نکاتي ايجنډے سره د وزيراعظم عمران خان سلو ورځو پلان باندي عمل درآمد يقيني جوړولو فيصله وشوه ، د پنجاب صوبائي کابينه وزيراعظم ډيم فنډ کښې يو مياشت تنخوا ورکولو فيصله هم وکړه
ايوان وزيراعلي کښې شوي د پنجاب صوبائي کابينه دويمه غونډه کښې صوبائي وزرا ، مشيرانو او خصوصي مرستيالو ګډون وکړو او دولس نکاتي ايجنډے باندي مشاورت وکړو
غونډه کښې پنجاب کابينه د وزيراعظم عمران خان ډيم فنډ کښې يو مياشت تنخوا ورکولو فيصله وکړه ولي وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار د وزيراعظم سلو ورځو پلان باندي عمل درآمد يقيني جوړولو هدايات ورکړل
غونډه کښې د پنجاب حکومت دولس نکاتي ايجنډے باندي هم غور وکړلي شو دينه علاوه د پنجاب سرکاري ادارو کښي چټ سسټم ختمولو فيصله هم وکړلي شوه
وزيراعلي عثمان بزدار هدايات جاري کړل چي سائل او بيوروکريسي ترمينځه خنډونه لري کول پکار دي او اولسي مسائل په فوري توګه حل کول غواړي
وزيراعلي د پنجاب ټولو سرکاري محکمو سيکرټيريز ،آئي جي پنجاب او پوليس اعلي افسرانو ته احکاماتو باندي عمل کولو حکم هم جاري کړو