د پنجاب صوبائي کابينه ړومبي غونډه وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار په مشري کښي شوي

0
4

د پنجاب صوبائي کابينه ړومبي غونډه وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار په مشري کښي شوي چي پکښي وزيراعلي پنجاب کابينه ته د وزيراعظم ويژن له لارے کور کولو ګائيډ لائن ورکړو
ايوان وزيراعلي کښي شوي مهمه غونډه کښي د کابينه ټولو وزرا ګډون وکړو او خپلو خپلو محکمو په اړه بريفنګ ورکړو ، غونډه کښې وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار د وزيراعظم عمران خان ويژن ګائيډ لائن سره سلو ورځو ايجنډے په اړه بريفنګ ورکولو سره پنجاب يولس نکاتي ايجنډے باندے غور ورکړلي شو
غونډه کښې د پنجاب امن و امان صورتحال بهتر کولو ، محکمه منصوبه بندي لخوا رواني ترقياتي منصوبو ، خزانے امور ، بلدياتي حکومت ، تعليم او صحت مسائل په اړه بريفنګ ورکولو سره مخکښې تګ لارے په اړه مهمي فيصلي وکړلي شوے
په دے موقع وينا کښې وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار اوئيل چي اولس پاکستان تحريک انصاف ته د اعتماد ووټ ورکړے او پکار ده چي کابينه غړي د وزيراعظم عمران خان ويژن په مطابق خپل کردار ترسره کړي
د پنجاب کابينه دويمه غونډه به صبا لاهور کښې کيږي چي پکښې وزيراعظم عمران خان کابينه غړو ته وينا سره مختلف معاملاتو باندي ګائيډ لائن ورکوي