د پنډۍ احتساب عدالت کښې ميګا منې لانډرنګ او پارک لين ريفرنسز سماعت شوې

د پنډۍ احتساب عدالت کښې ميګا منې لانډرنګ او پارک لين ريفرنسز سماعت شوې

د پنډۍ احتساب عدالت کښې ميګا منې لانډرنګ او پارک لين ريفرنسز سماعت شوې،نن هم په آصف زردارې او فريال تالپور پشمول نورو ملزمانو باندې فرد جرم نه دے لګولې شوے
احتساب عدالت پنډې کښې منې لانډرنګ او پارک لين کيس سماعت شوې،فريال تالپور او عبدالغنې عدالت ته وړاندے شوے دې،آصف علې زردارې او ملزم انور مجيد بيمارۍ له وجې نه دې پيش شوې،عدالت يوے ورځې لپاره د آصف علې زردارې حاضرۍ نه استثنا درخواست منظور کړې،راتلونکې سماعت باندۍ ئې ملزم انور مجيد ائيرايمبولنس په ذريعه پيش کولوهدايت کړے دے
سماعت پر مهال نيب پراسيکيوټر عدالت ته درخواست کړې چې کومو ملزمانو نه تفتيش مکمل شوے دے،په هغوې دے فرد جرم اولګولې شې
د آصف زردارې وکيل فاروق ايچ نائيک د فرد جرم لګولو مخالفت کړې،دلائل ئې ورکړې چې عبورې ريفرنس باندې فرد جرم نه شې لګيدے،د ضمنې ريفرنس کاپيانې هم تراوسه ملزمانو ته نه دې ورکړې شوے
عدالت د ضمنې ريفرنس نقول ملزمانو ته ورکولو هدايت کړې،ملزمانو باندې ئې فرد جرم لګولو معامله ځنډولې او سماعت ئې يولسمې فرورې پورې ملتوې کړے دے