د پوليو پر ضد کمپاين لومړی پړاو به د پنځلسم اګست نه تر نورلسم اګست پوري جاري وي

د پوليو پر ضد کمپاين لومړی پړاو به د پنځلسم اګست نه تر نورلسم اګست پوري جاري وي۔
په لومړي پړاو کې به د جنوبي خېبرپښتونخوا په ګډون د کراچۍ او حیدراباد په هائي رسک سیمو کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او واکسین ورکول کېږي. زرايعو ترمخه د بارانونو او سیلابونو له امله د پاکستان د اوو لویو ښارونو د سیوریج لاینونو کې د پولیو وائرس د موجودګئ تصديق شوی. د پولیو د مرض يوازي د پولیو د څاڅکو او واکسینونو له لارې مخنیوی کیدای شي. سږ کال تر اوسه په ټول ملک کې د پولیو د سوارلس کيسونو تصديق شوې دي.