د پولیو اووۀ ورځنی خصوصی مهم د نن نه بنو کښې شروع شوېدے

د پولیو اووۀ ورځنی خصوصی مهم د نن نه بنو کښې شروع شوېدے. چې تر اتۀ ویشتم تاریخ پورې به دوام لری. او دوه لکه پینځویشت زره نه سوه ماشومانوته به د پولیو څاڅکی ورکولې شي.
د پولیو دغه خصوصی مهم کښې به د بنو پۀ اووۀ پینځوس یونین کونسلونو کښې د پینځو کالونو نه کم عمره 225687 ماشومانو ته د پولیو موذی مرض نه د مخنیوی د پاره د پولیو قطرې ورکولې شی.بنو کښې د پولیو د دغه خصوصی مهم د پاره 1100موبایل
57فکسډ او 60ټرانزټ ټیمونه ځانګړي کړې شوی دی.دادې سره سره به ضلعی انتظامیه او د صحت محکمه هم پۀ دې مهم ژور نظر ساتی او د پولیو مهم کامیابولو او څاڅکو ورکولو سره سره د ماشومانو والدین کښې به پۀ دې حواله د شعور او اګاهی خورولو مهم چلوی.ډپټی کمسنر بنو عطا الرحمان وائیلی دی دوی تر ډېره حده د انکاری والدینو پۀ راضی کولو کښې کامیاب شوی دی.
ځکه چې د پولیو د کیسونو راتلونه وروستو د والدینو سرونه پۀ دې خبره خلاص شوی دی.چې ماشومانو ته د پولیو څاڅکی نۀ ورکول نۀ یوازې د خپلو ماشومانو د ژوند سره لوبې کول دی
بلکې دادې پۀ وجه پۀ ګړده نړئ کښې د بنو تصویر هم بدرنګ وړاندې کېږي.دغه ډول د پولیو دغه خصوصی مهم د بنو ضلعې نه پرته پۀ ټول شمالی وزیرستان او د لکی مروت پۀ نولس یونین کونسلو کښې هم پیل شوے دے.د یادولو وړده چې داوخت بنو ډویژن کښې د پولیو موذی مرض نه 25ماشومان متاثره شوي دی.
چې پۀ دې کښې اوولس د بنو ضلعې سره تعلق لری.اووۀ د شمالی وزیرستان او دوه ماشومان د لکی مروت متاثره شوي دی