د پولیو څاڅکو نه انکاری والدینو پرضد به هیڅ ډول کاروانی نۀ شي کولے

0
101
ضلع بټګرام کې د پوليو درې ورځني قامي مهم پرانسته شوي

د پولیو څاڅکو نه انکاری والدینو پرضد به هیڅ ډول کاروانی نۀ شي کولے. بلکې زړونه به یې ګټلے شی او پۀ مینه او محبت سره به دتا تیارولے شي
چې د پینځو کالونونه کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي پۀ خپله ورکول شروع کړی
دغه خبرې بنو اډیتوریم هال کښې ډپټي کمشنر بنو عطاءالرحمان د پولیس نمایندګانو د سیمې مشرانو او استاذانو ته د پولیو موذی مرض نه د مخنیوی پۀ لړ کښې رابلل شوې یوې غونډې پرمهال کړېدی.
پۀ دې موقعه د اسسټنټ کمشنر بنو شوذب عباس نه پرته د پولیو مشران هم موجود وو.
ډپټي کمشنر بنو د غونډې پۀ ګډونوالو غږ کړے چې بنو کښې پۀ تیزي سره خورېدونکی پولیو موذی مرض مخنیوے د
پولیس،استاذانو،سیمې مشرانواو نمایندګانو د تعان نه بغېر ممکن نه دې
نوموړی زیاته کړه چې پۀ را روان اولسم تاریخ چې د پولیو کوم مهم شروع کېدونکے دے
پۀ دغه مهم کښې به ضلعی انتظامیه ، پولیس او د سیمې نمایندګان د پولیو ټیمونو سره اوږه پۀ اوږه ګرزي او انکاری والدین به دتا پۀ مینه، محبت سره تیاروی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکی ورکول شروع . او دغسې
ماشومان د معزورتیا نه وژغوری. او بنو د پولیو موذی مرض نه پاک کړي.
د یادولو وړده چې پۀ روان کال کښې یوازې بنو کښې د پولیو اووۀ کیسونه رامخې ته شوي دی. چې پۀ شمېره کښې د زیات والی یره یې هم څرګندولے شی.