د پى آئى اے ملازمينو هړتال صورت کښې د پائيلټانو متبادل انتظام شوېدے

0
51

د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقى وزير پرويز رشيد وئيلى دى چې د پى آئى اے يو ملازم نوکرۍ ته هم خطره نشته او هړتال کونکو خلاف به سخته کاروائى کولے شى او دا چې د ملازمينو هړتال صورت کښې د پائيلټانو متبادل انتظام شوېدے

سرښار اسلام آباد  کښې خبريالانو سره خبرو اترو په وخت د اطلاعاتو وفاقى وزير اوئيل چې وزيراعظم وعده کړے چې د پى آئى اے يو ملازم به هم نوکرۍ نه  نه اوباسو او چې کوم کسان هړتال کوى هغوې دې نوکرۍ نه ځان برخاست اوګنى
پرويز رشيد مخکښې اوئيل چې کومو ملازمينو په هړتال لاس پورې کړے هغوى ته به سخته سزا ورکولے شى او دا چې هړتالونو نه  پاکستان او پى آئى اے ته نقصان رسيږى
وفاقى وزير زياته کړه چې نن پى آئى اے سره څلويښت جهازونه دى او د قامى  ائيرلائن بهترۍ لپاره نور ګامونو باندې هم کار روان دے
هغه مخکښې اوئيل چې دا وخت د پى آئى اے ماهانه خساره ديرش اربه روپۍ ده او حکومت د قامى ائيرلائن لپاره يو شمير اقدامات شورو کړى چې ورسره به نه صرف د ادارې فائده اوشى بلکه ملازمينو ته به هم تحفظ ملاويږى
وفاقى وزير دا هم اوئيل چې د ترهه ګرۍ او توانائۍ بحران ختمول د حکومت اولنې ترجيح ده او دهشتګردې خلاف د پاکستان اقدامات ټوله نړۍ تسليموى