د پى ائى اے او مکډونلډ پاکستان ترمينځه مفاهمتى ياداشت لاسليک شوې

0
9
د پى ائى اے او مکډونلډ پاکستان ترمينځه مفاهمتى ياداشت لاسليک شوې

پاکستان انټرنيشنل ائيرلائن او مکډونلډ پاکستان ترمينځ يو اهم مفاهمتى ياداشت لاس ليک شوې چې له مخې به پى آئى اے کښې سفر کوؤنکى کسانو ته يو شمير فائدے په لاس ورشى
تفصيلاتو ترمخه د پى آئى اے او مکډونلډ ترمينځ دغه ايم او يو کراچې کښې لاس ليک شويده چې پکښې سى اى او پى آئى اے ايئرمارشل ارشد ملک، د پى آئى اے چيف کمرشل آفيسر على طاهر قاسم او د مکډونلډ پاکستان چيف آپريشنز جميل مغل بشمول يو شمير نورو چارواکو ګډون کړے وؤ
په دې موقع پاکستان ايئر لائن سى اى او ارشد ملک اوئيل چې د پى آئى اے او مکډونلډ اشتراک يو لويه موقع ده چې له مخې به د پى آئى اے او مکډونلډ پاکستان کسټمرز ته يو شمير فائدے ميلاؤ شى
په دى موقع د مکډونلډ چيف آپريشنز جميل مغل اوئيل چې د پى آئى اے سره اشتراک قائموؤل د دوى لپاره لويه خبره ده، او داچې د پى آئى اے مسافرو لپاره به د بورډنګ کارډونه برانډ کوؤلې شى، دغه کارډونه به د ملک دننه د هر يو مکډونلډريسټورنټ کښې کارآمد وى، هغه اوئيل چې دوې به مستقبل کښې هم يو سره مرستې جارى ساتى