د پى ټى آئى عليم خان د سينيئر وزير څوکې نه استعفى منظوره کړې شوې

د تحريک انصاف پنجاب غړې عليم خان د سينيئر وزير څوکې نه استعفى منظوره کړې شوې، ګورنر پنجاب د عليم خان د وزارت نه استعفې منظوريدو نوټيفکيشن جاري کړې، عليم خان تيره مياشت د وزيراعلې سره ملاقات پرمهال خپله استعفې پيش کړې وه
ګورنر پنجاب د تحريک انصاف غړې عليم خان استعفې منظوره کړېده او نوټيفکيشن ئې هم جاري کړېدې
اطلاعاتو مطابق عليم خان خپله استعفې تيره مياشت د پنجاب وزيراعلې عثمان بزدار سره ملاقات پرمهال پيش کړي وه، عليم خان د څوکې نه استعفې ذاتي وجوهاتو له وجې ورکړې وه