د پى ډى ايم سياست ختم شوې ، شيخ رشيد

د پى ډى ايم سياست ختم شوې، دغه اوس يو مړ سياسي هاتهي پشان دې، عمران خان بختور دې چې داسي ستړې اپوزيشن ئي ترلاسه شوي، د وفاقي وزير داخله شيخ رشيدبيان، وائي چې مريم نواز ادارو پرضد بيانات ورکوي، هغه زان پخپله مشکلات کښې اچوي، احساس ادارو پر خلاف بيانات ورکولو انجام ښه نه وي

وفاقي وزير داخله شيخ رشيد اسلام آباد کښې پريس کانفرنس کړې، وائي چې د پي ډي ايم سياست ختم شويدې، دا دې عمران خان خوش قسمتي دا چې دومره معمولي اپوزيشن ئي ترلاسه شويدې هغه داهم اووئيل چې مريم نواز ادارو پرخلاف بيانات ورکوي، څوک چې احساس ادارو باندې تنقيد کوي، هغه زان لپاره کنده کنې، شيخ رشيد اووئيل چې تير حکمرانو ملک لوټ کړيدې، دغو لټ کړې پيسه د پاپړ والو او دهي بهلے والو اکاؤنټو نه بهر راځي، اوس دوئي د وکټري نشانونه ښکاروي خو ګرانۍ هم د دوئي لوجې جوړه شويده افغانستان په حواله شيخ رشيد اووئيل چې افغان وګړو لپاره ويزه فيس تر يو ديرشم دسمبر پورې ختم کړې شويدې او آن لائن ويزه سروس هم شروع کړې شوي، پاکستان به افغانانو ته پنځه کالو لپاره ټريډنګ ويزه هم جاري کوي وفاقي وزير داخله پريس کانفرنس کښې افغان وګړو لپاره نن څخه ويزه آن آرائيول سروس ختميدو خبره هم اوکړه