د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې د نورې اضافې سمرى خزانې وزارت ته ميلاو شوې

د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې نورې اضافے سمرى خزانے وزارت ته ميلاؤ شوېده، سمرې کښې پټرول يو روپے، هائي سپيډ ډيزل لس روپے ،پنځوس پيسےاو خاورو تيلو نرخ کښې في لټر پنځه روپے اضافے تجويز ورکړي شوېدے

ذرائع ترمخه پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې د نورې اضافے سمري وفاقي خزانے وزارت ته ترلاسه شويده ذرائع وائي چې سمرې کښې د پټرول په قيمت کښې لټر په سر د يو روپے اضافے تجويز ورکړے شويدې سمرې مطابق د هائي سپيډ ډيزلو نرخ کښې في لټر لس روپے او پنځوس پيسے اضافے تجويز هم ليږلې شويدې ذرائع دا هم وائي چې سمرې کښې د لائټ ډيزلو او د خاورو په تيلو کښې لټر په سر پنځه روپے اضافه کولو تجويز هم ورکړے شوېدے وزارت خزانه به د وزيراعظم عمران خان مشاورت نه پس د دغه قيمتونو اضافے فيصله په پنځلسم ستمبر کوي