د پيټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې اضافې باندې عمل در آمد شروع

0
18
اوګرا د پيټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې ديارلس روپو پورې اضافې سفارش کړي

نګران حکومت پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې اضافه کړيده ، په کومه چې باقاعده عمل در آمد شروع کړې شويدے ، پيټرولو يو ليټر قيمت کښې اووه روپۍ څلور پنځوس پيسې ،ډيزل څوارلس روپۍ او د خاورو تيلو په قيمت کښې درې روپۍ شپږ ديرش پيسې فى ليټر زياتوالې شويدې

د نګران حکومت لخوا پيټروليم مصنوعاتو کښې اضافې باندې عمل در آمد شروع کړے شويدے ،د خزانې محکمې لخوا جارى کړې شوى نوټى فيکيشن کښې د پيټرولو نوې قيمت نهه نوى روپۍ، پنځوس پيسې فى ليټر مقرر کړې شويدے
دغه رنګ ډيزلو په قيمت کښې هم څوارلس روپۍ اضافه شوې او نوې قيمت ئي يو سل نورلس روپۍ، يوديرش پيسې ته رسيدلې دې
د نوټى فيکيشن مطابق د خاورو تيلو قيمت کښې هم د ليټر په سر درې روپۍ او شپږ ديرش پيسې زياتوالې شويدې چې ورسره د خاورو تيلو نوې قيمت اووه اتيا روپۍ، اووه پيسې ته رسيدلې دې