د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې نن د رد بدل امکان دے

0
105

د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې نن د رد بدل امکان دے ، پيټروليم ډويژن حکومت ته د ډيزل او پيټرولو نرخونه راکوزولو سفارش کړے
د پيټروليم ډويژن لخوا شوي سفارشاتو مطابق مختلف مصنوعاتو باندې لګيدلي ليويز او جنرل سيلز ټيکس شرح دې کمه کړے شي د کوم سره چې به د تيلو نرخ راکوز شي
مجوزه کمي سره به د پيټرولو په نرخ کښې في ليټر درې روپۍ کمے اوکړے شي ، دغه رنګه هائي سپيډ ډيزل شپږ روپۍ او هائي اوکټين هم ارزانولو سفارش شوے
څرګنده دې وي چې موجوده وزيرخزانه اسدعمر چې کله په اپوزيشن کښې وو نو د تواتر سره به ئې د پيټروليم مصنوعاتو په زيات نرخونو تنقيد کولو او مطالبه به ئې کوله چې پيټرول او ډيزل دي دواړه پينځه ويشت روپۍ في ليټر ارزان کړے شي ، اوس به کتلے شي چې اسدعمر پخپله عوام له څومره ريليف ورکوي