د پيپلزپارټۍ او عوامى نيشنل پارټۍ مشران اليکشن کميشن سره يووالى لپاره کميشن ته تلى

د پيپلزپارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ مشران اليکشن کميشن سره يو والې لپاره کميشن ته تلي، د دوانړو ډلو مشرانو چيف اليکشن کميشنر سره ليده کاته کړي او ورسره د يووالي څرګندونه کړې

د نيئر بخاري، فرحت الله بابر، شيري رحمان او مصطفي کهوکهر په مشرۍ کښې د پيپلزپارټۍ او د ايمل ولي خان او سينيټر هدايت الله په مشرۍ کښې د عوامي نيشنل پارټۍ وفد اليکشن کميشن ته ورغلي وو د دوانړو ډلو مشرانو چيف اليکشن کمشنر سلطان سکندر راجه سره ملاقات کړېدے او ورته ئي د ملاتړ باور ورکړې د اليکشن کميشن ودانئۍ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې د پيپلزپارټې مشر نيئر بخارې وينا وه چې وزيرانو ته د يو آئيني ادارې د مشر سپکاوې نه دے پکار او دا چې حکومت ته دې په ډاګه وي که چرې اليکشن کميشن سره ئې کړکيچ ختم نه کړو نو بيا به پيپلزپارټي په هر فورم د اليکشن کميشن ملاتړ کوي هغه اوئيل چې اليکشن کول د اليکشن کميشن کار دې، دا د حکومت يا بلې ادارے کار نه دې بايد چې حکومت خپل کار روزګار اوپيژني او د اليکشن کميشن چارو کښې لاس وهنې نه دې لاس په سر شي په دے موقع د پيپلزپارټۍ سينټرې شيري رحمان وينا وه چې حکومت د جمهوري ادارو، سياسي جماعتونو او ميډيا سره په جنګ دي