د پيپلز پارټي بره دير کارکنانو آصف علي زرداري د ګرفتاري خلاف احتجاجي مظاهره کړي

0
49

د پاکستان پيپلز پارټي بره دير کارکنانو د پخواني صدر آصف علي زرداري د ګرفتاري خلاف احتجاجي مظاهره کړي ده ۔ او د حکومت خلاف يي سخته نعره بازي کړي ده ۔ د تفصيلاتو تر مخه د بره دير پيپلز پارټي کارکنانو د پخواني صدر آصف علي زرداري د ګرفتاري خلاف احتجاجي مظاهره کړے ده مظاهرے ته د ووينا په محال پخواني وفاقي وزير نجم الدين خان ووئيلي دي چي حکومت نيب د اپوزيشن خلاف بطور هتيار استعمالوي دوي دړه که ورکړه که چري حکومت خپله رويه بدله نه کړه نو د پيپلز پارټي کارکنان به په ټول ملک کښ په احتجاج لاس پوري کوي او د سه قسمه قرباني نه به ډډه نه کوي۔ مظاهرے ته د پيپلز پارټي بره دير ضلعي صدر عارف الله خان ،جهانزيب خان پشمول مختلفو مشرانو ووينا ګاني اوکړي