د پيپلز پارټۍ همايون خان د الېکشن کمېشن او آر اوز په ضد پي اېچ سي کښې رټ دائر کړے

0
17
د پيپلز پارټۍ همايون خان د الېکشن کمېشن او آر اوز په ضد پي اېچ سي کښې رټ دائر کړے

دپاکستان پيپلزپارټۍ صوبائى صدر همايون خان د اليکشن کميشن ،ريټرنګ افسرانو په ضد پيښور هائيکورټ کښې رټ دائر کړيدې او کال دوه زره اتلس انتخاباتو کښې ئې د دهاندلۍ الزام لګولے دے
دپيښور هائيکورټ کښې د پاکستان پيپلزپارټۍ مشر همايون خان رټ دائر کړيدې
رټ کښې ليکلے شويدى چې بلاول بهټو زردارى ،محمدعلى شاه او دپيپلزپارټۍ نورو اميدوارانو ته سرکارى نتائج او فارم پنځه څلويښت نه دے ورکړې شوي
رټ کښې ليکلے شويدى چې پينځويشتمه جولائى انتخاباتو په وخت د پيپلزپارټۍ پولنګ ايجنټان او نور ذمه داره کسان د شميرى په وخت پولنګ سټيشنو نه بهر ويستلے شوي وو
رټ کښې ريټرنګ افسران ،پريزائيډنګ افسران ،اليکشن کميشن او دمخالفو پارټيانو اميدواران فريق جوړ کړے شويدى