د پيښورضلعي انتظاميي په چارسده روډاولنډےسړک باندي تجاوزاتوخلاف اپريشن کړې

د پيښورضلعي انتظاميي په چارسده روډاولنډےسړک باندي تجاوزاتوخلاف اپريشن کړې

د پيښور ضلعي انتظاميي په چارسده روډ او لنډے سړک باندي تجاوزاتو خلاف په لوئي کچ اپريشن کړې او څلويښتو نه سيوا غير قانوني دوکانونه ئي ړنګ کړيدي.تفصيلاتو تر مخه ډپټي کمشنر پيښور محمد علي اصغر په هداياتو د پيښور ضلعي انتظاميي او ټاون ټو اهلکارو په ګډه د پيښور چارسده روډ لنډي سړک باندي غير قانوني جوړ شوي دوکانونه ړنګ کړيدي،ضلعي انتظاميي مطابق پيښور ښار کښې به تجاوزاتو خلاف اپريشن روان وي او هيچ چا ته به د ښار خائست او ښکلا تالا ترغه کولو اجازت ورنکړې شي،اپريشن دوران ضلعي انتظاميي دوکاندارانو ته هدايات جاري کړل چي دوکانونو نه بهر دتجاوزاتو نه ډډه اوکړي او په خپل حدود کښې دي اوسي،ګيني هغو خلاف به قانوني کاروائي کولې شي.