د پيښور ضلعي انتظاميي سيکهانو ته د هيلمټ په سر کولو نه استثنا ورکړي

د پيښور ضلعي انتظاميي سيکهانو ته د هيلمټ په سر کولو نه استثنا ورکړي

د پيښور ضلعي انتظاميي سيکهانو ته د موټر سائيکل چلولو په وخت د هيلمټ نه په سر کولو استثنا ورکړيده ،
دډپټي کمشنر د دفتر نه جاري شوي اعلاميه کښې د پيښور ټولو فلنګ سټيشن مالکانو او منيجرانو ته هدايات جاري شوي چي د سيکهه کميونټي کسانو ته دي د هيلمټ نه په سر کولو باوجود هم پټرول ورکولې کيږي
اعلاميه کښې زياته کړې شويده چي د سيکهه مذهب درناوي په خاطر ضلعي انتظاميي دا ګام پورته کړې دې
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي د پيښور ضلعي انتظاميي ټولو موټر سائيکل سورو دپاره هيلمټ اغوستل ضروري ګرحولي وو، او ټولو فلنګ سټيشنو ته ئي احکامات جاري کړي وو چي بغير هيلمټ موټر سائيکل چلونکي ته دي پټرول نه اچوي