د پيښور ضلعي انتظاميي په کليواله علاقه نحقې داودزو کښي د تجاوزاتو په ضد اپريشن کړے

0
96

د پيښور ضلعي انتظاميي په کليواله علاقه نحقې داودزو کښي د تجاوزاتو په ضد اپريشن کړے چي پکښې د نالو دپاسه جوړ کړے شوي وداني ړنګ کړے شوي ، اپريشن کښي درنه مشينري استعمال کړې شويده
د پيښور ډپټي کمشنر محمد علي اصغر په هداياتو اسسټنټ کمشنرے ساره رحمان د ايريګيشن او ټاون ټو افسرانو سره په شريکه د پيښور داودزو سيمه کښې د نالو دپاسه جوړ تجاوزاتو په ضد اپريشن کړيدے او په درځنونو ودانۍ ئي ړنګے کړيدي
د ضلعي انتظاميي ترجمان وئيلي چي د نالو دپاسه د تعميراتو په وجه د اوبو بهيدل ډير متاثره وو او په لګ باران کښې به ټولے اوبه په سړکونو ولاړے وي
ترجمان زياتوي چي د علاقو خلکو ددي تجاوزاتو په ضد ډير شکايات درج کړي وو او هم دغه وجه ده چي ضلعي انتظاميي د پيښور په داودزو کښې لوئي اپريشن کړيدې