د پيښور متنوپوليسو پنجاب ته دغير ملکى وسلې دسمګلنګ لويه هڅه ناکامه کړې

0
42

د پيښور متنوپوليسو پنجاب ته دغير ملکى وسلې دسمګلنګ لويه هڅه ناکامه کړې ده او يو ملزم ئې په موقعه نيولے هم دے
پيښور پوليسو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې ديو ټرالر په ذريعه دره ادم خيل نه پنجاب ته خارجى وسله سمګل کولے شى چې دمتنو پوليسو دناکه بندۍ په وخت د ټرالر پټو ځايونو نه غير ملکى وسله برامد کړې او يو ملزم مير محمد خان په موقعه نيولے شوے دے چې تعلق ئې دضلع کرم پاړه چينار سره ښودلے شى
دټرالر پټو ځايونو نه يو سل څلويښت رائفل او دزرګونو په تعداد کښې دمختلف بور کارتوس هم برامد کړے شوى دى
دملز خلاف نور تحقيقات روان دى