د پيښور مقامي عدالت دوزيراعظم عمران خان خلاف هرجانه کيس خارجولو درخواست رد کړې

وزير اعظم عمران خان وئيلي دي چي د ننکانه صاحب پيښه د هغه د وژن خلاف ده

د پيښوريو مقامي عدالت د وزيراعظم عمران خان خلاف هرجانه کيس خارجولو درخواست رد کړې او د مقدمې سماعت ئې د جنورې اتلسمي نيټې پورې ځنډولې دې،
د پيښور ايډيشنل اينډ ډسټرکټ سيشن جج عبدالماجد د وزيراعظم عمران خان په ضد د هرجانه کيس سماعت کړې دې، د هرجاني په اړه پخواني ايم پي اے فوزيه بي بي عدالت کښې د عمران خان په ضد درخواست جمع کړې وو
په دي موقع عدالت ته د فوزيه بي بي وکيل غفران الله ايډوکيټ اووئيل چي په پخواني ايم پي اے فوزيه بي بي د سينيټ اليکشن په وخت د ووټ خرڅولو الزام لګولې شوې دې کوم چې سراسر دروغ او غير قانوني دې،
بلخوا د عمران خان وکيل عدالت ته اووئيل چي د عمران خان په ضد هرجانه کيس دي په فوري توګه خارج کړې شي،
د کيس د خارجولو درخواست د عمران خان وکيل څه ورځي وړاندي جمع کړې وو،
د دواړو وکيلانو د دلائلو نه پس عدالت د عمران خان د کيس خارجولو درخواست رد کړې دې،او د مقدمي سماعت ئې دجنورې اتلسمي نيټې پوري ځنډولې دې