د پيښور په ميګا پراجيکټ بي ار ټي کښي د نکاسي اب نظام د نيشتوالي انکشاف شويدے

0
40

د پيښور په ميګا پراجيکټ بي ار ټي کښي د نکاسي اب نظام د نيشتوالي انکشاف شويدے د نکاسي اب ادارے په يو کال کښي شپږ ځله پي ډي ے ته يادګيرنه کړيده چي د بارانونو په وخت به د بي ار ټي ټول انډر پاسسز د اوبو نه ډک په نظر راځي
پيښور کښي د نکاسي اب ادارے انکشاف کريدے چي د بي ار ټي د انډر پاسسز دپاره د باراني اوبو د ويستلو هيڅ قسمه نظام نه دے جوړ کړے شوے دا وجه ده چي د بارانونو په وخت اکثره سړکونه او انډر پاسسز د اوبو نه ډک په نظر راځي د کوم له وجي چي نه صرف عام خلک دستونزو سره مخ کيږي بلکه اکثره ځايونو کښي دټريفک جام کيدو سبب هم ګرځي
دوي زياته کړيده چي دي حوالے سره پي ډي اے ته شپږ ځله په باقاعده توګه نوټسے ورکړے شويدي خو د پي ډي اے چارواکو د دوي نوټسو ته هيڅ قسمه توجه نه ده ورکړے او دا مسئله به په مستقل کښي يوه لويه مسئله مخے ته راوړي