د پيښور په هزارخواني مارکيټ کښې د سلنډر دهماکه کښې پنځه تنان زخميان شوي

د پيښور په هزارخواني مارکيټ کښې د سلنډر دهماکه کښې پنځه تنان زخميان شوي

د پيښور په هزارخواني کاشف مارکيټ کښې نن سحر د لوهار په دوکان کښې د سلنډر دهماکه شوي چي پکښې پنځه تنان زخميان شويدي ، کوم چي په فوري توګه سټي هسپتال کوهاټ روډ ته منتقل کړے شويدي او حالت ئي د خطري نه بهر ښودلے کيږي،
د ريسکيو ډبل ون ډبل ټو ترجمان بلال احمد تر مخه نن سحر د هزارخواني په کاشف مارکيټ کښې د چاودني اطلاع موصول شوه چي تر مخه ئي په فوري طور د ريسکيو ډبل ون ډبل ټو ايمبولينس د واقعي ځائے ته اورسيدو او هلته ئي زخميانو ته وړومبي طبي امداد ورکولو نه پس نزدي سټي هسپتال کوهاټ روډ ته منتقل کړل، چرته چي زخميان د علاج لاندي دي
ريسکيو ترجمان زياتوي چي په سلنډر چاودنه کښې پنځه تنان زخميان شوي ، ولي حالت ئي اوس د خطري نه بهر دے