د پيښور پوليسو او سى ټى ډى د شاه پور تاڼې په حدودو کښې کاروائى

د پيښور پوليسو او سى ټى ډى د شاه پور تاڼې په حدودو کښې دکاروائۍ دوران د وژلے شوو درې ترهګرو تعلق داعش خراسانې ډلي سره دښودلو دعوه کړې ده

دپيښور پوليسو مطابق کاروائي دپيښور شاه پور تاڼې په حدودو بډنۍ سره شوې وه چې په کښي درې ترهګر وژلے شوي وو او درې نور ترهګر تيښته کښي کامياب شوي هم وو سي ټې ډي اهلکارو وئيلي دي چې د داعش خراساني داهلکارو دمجودګۍ داطلاع په رڼا کښې دپوليسو او سي ټي ډي ټيم چې کله موقعي ته ورسيدو نو ترهګرو پرې ناتاره ډزي شورو کړې چې دجوابي ډزو په نتيجه کښي درې حمله کوونکي په موقعه ووژلے شول دسې ټي ډي دوينا تر مخه دوژلے شوو ترهګرو قبضي نه په دروند تعداد کښي وسله او لاسي بمونه هم برامد کړے شوي دي او دتښتيدلو ترهګرو لټون لپاره دپيښور مختلفو سيمو کښي سرچ اپريش هم روان دے