د پيښور پوليسو د منشيات دولس بين الاقوامي سمګلران ګرفتار کړيدي

ګجرات کښې د سوات ځوان قتل کيس کښې پوليس څلور ملزمان ګرفتار کړې

د پيښور پوليسو د منشيات فروشو خلاف خصوصي مهم په کاميابي سره جاري ساتلے چي په نتيجه کښې دولس بين الاقوامي سمګلران ګرفتار کړيدي
پيښور پوليس لائن کښې خبري غؤنډي ته د وينا په وخت ايس ايس پي اپريشنز ظهور افريدي اووئيل چي د پيښور پوليسو د حساس ادارو په مرسته د منشياتو فروشو خلاف کاروائي کړي او په ملکي او نړيوال کچ د ائيس او نورمنشياتو په سمګلنګ کښې ککړ دولس بين الاقوامي سمګلران حبيب الرحمان، محمد علي، زاهد اقبال، عالم زيب خان، اشتياق احمد ،نصرت شاه، رشيد خان ، طاهر خان، عادل محمود ،عدنان، موسي خان او عمران ګرفتار کړي او د هغؤي د ولقے نه ئي د کروړونو روپو ماليت ائس ، چرس اونور منشيات هم برامد کړيدي
ايس ايس پي اپريشنز ظهور افريدي اووئيل چي ګرفتار ملزمان د ډيروخت نه بهر ملکونو ته منشيات سپلائي کولو دهنده کښې ککړ وو او پوليسو د هغوي اثآثه جاتو کره کتني دپاره د اے اين ايف سره د رابطے کولو فيصله کړيده او د هغوي نه نور تفتيش هم جاري دے