د پيښور پوليسو د ګاډو غلا کوونکو په ضد د کريک ډاون په وخت اتلس ملزمان ګرفتار کړيدي

0
64
File Photo
File Photo

د پيښور پوليسو د ګاډو غلا کوونکو په ضد د کريک ډاون په وخت اتلس ملزمان ګرفتار کړيدي
د پيښور پوليسو د ګاډو غلا کوونکو په ضد د کريک ډاون په وخت اتلس ملزمان ګرفتار کړيدي، د نيولي شوي کسانو نه ئي يوويشت موټري او نهه موټرسائيکلي برامد کړيدي
د پيښور ايس ايس پي اپريشن د ظهور افريدي خبري غونډي ته د وينا په وخت اووئيل چي ځائے په ځائے د غلاګرو په ضد د کريک ډاون په وخت د حيات اباد، کينټ ايريا، بشمول يو شمير سيمو کښې يوويشت غير قانوني موټري او نهه موټرسائيکلي برامد کړيدي
په دي موقع د لوئے ګينګ سره تعلق لرونکي يو ملزم سيد محمد بشمول اتلس ملزمان نيولي شويدي
د ايس ايس پي وينا ده چي ملزم د ګلګت بلتستان او شمالي علاقه جات نه دغه ګاډي راوستي وو، او د ملک مختلفو برخو کښې ئي دغه ګاډي په جعلي دستاويزاتو خرڅ کړي وو،
د هغے وينا وه چي د ملزم په نشاندهي به نور غلا ګر او ګينګز ګرفتارولے شي