د پيښور کورکمانډر سره د ديني مدرسو علمائے کرامو،او طالبعلمانو سره ليده کاته کړي،چې پکې د زياتره علمائے کرامو او طلباو تعلق د ضم اضلاع سره وو
کورکمانډر پيښور د راغلې علماو او طالبعلمانو سره تفصيلي خبري کړي،او د ملکي حالاتو په اړه ئې خبرتيا ورکړي،
په دې موقعه د علمائے کرامو وينا وه چې د دې خاورې د امن دپاره د پاک فوج قربانيانې يقينا د چا نه پټي نه دي، چا چې تل په وطن کې د امن او د خوشحالۍ سره سره د غير منفي عناصرو نه د سرحدونو دفاع کړي،
ملاقات کې علمائے کرامو د پاک فوج قربانو ته خراج تحسين پيش کړې،په دې موقعه کور کمانډر پيښور د علمائے کرامو د وطن لپاره خدمات ستائيلي دي او په دې خبره ئې زور راوړې چې هغوي دې په خپلو تقريرونو کې د وطن د امن او پرمختګ خبري اوکړي،