د پي آئي اے الوتکې حادثه کښې په حق رسيدلي کسانو لواحقينو ته رقم ورکولو سلسله شروع شويده

کراچې کښې د پي آئي اے جاز غورځيدو پيښي ابتدائي تحقيقاتي رپورټ تيارکړې شوي

د پي آئي اے الوتکې حادثه کښې په حق رسيدلي کسانو لواحقينو ته رقم ورکولو سلسله شروع شويده او د دوه اتيا کسانو کورنو ته لس لس لاکه روپۍ ادا کړي شويدي،دغه رنګ دې پيښه کښې ژوبل شوي کسانو ته پنځه پنځه لاکه روپۍ ادا کړي شويدي
د پي آئي اے ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې کراچۍ کښې د تيرې مياشتې په دويشتمه نيټه جهاز غورځيدو پيښه کښې په حق رسيدلي کسانو لواحقينو ته پيسے ورکولو عمل شروع شويدے
بيان ترمخه دې حادثه کښې د جهاز د عملے اته اهلکارو پشمول پنځه نوي کسان په حق رسيدلي وو او پي آئي اے انتظاميې لخوا د دري اتيا کسانو لواحقينو ته د لس لس لکه روپۍ ورکړي شويدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې الوتکه حادثه کښې ژوبل دوه ماشومانو کورنو ته هم پنځه پنځه لکه روپۍ ورکړي شويدي
دې حادثه کښې په جهاز کښې ناست دوه کسان په معجزانه توګه بچ پاتي شوي وو

blank