د پي آئي اے پېښې به آزادانه انکوائري کولې کيږي کومه چه به سيفټي انوسټېګېشن بورډ کوي

د پي آئي اے سي اي او وئيلي دي چې د پيښې ښکار شوې جهازټېکنيکلي کليئروؤ، دپېښې به آزادانه انکوائري کولې کيږي کومه چه به سيفټي انوسټېګېشن بورډ کوي

تفصيلاتوترمخه د پي آئي اے سي اي او ارشدملک کراچۍ کښې خصوصې خبري غونډې په وخت ويلي دي چې دجهاز په پېښه کښې نولس مړي جناح هسپتال او دروېشت مړې نوروهسپتالونو ته ليږلي شوي دي
هغوي اوويل چې جهاز ټېکنيکلي کليئروؤ، اودجهاز مکمل فټنيس سرټيفيکېټ موجود دي چې پکښي يوکاغذ هم ميسينګ نه دې په جهاز کښې څه قسمه خرابي نه وه
پي ائي اے مشرويلي چې دپېښې به آزادانه انکوائري کولې شي کومه چې به سيفټي انوسټېګېشن بورډ کوي او يقين درکوم چې شفاف انکوائري به کولې شي هغوې اوويل چې پي آئي اے يا سول ايوي ايشن به په دے انکوائرۍ کښې خپل څه قسمه کردارنه اداکوي، انکوائرۍ روستو به حقائق مخي ته رازي ۔
جهازلينډينګ په اړه پي آئي اے چارواکي ويلي چې جهازدلينډينګ پورې مکمل فټ وؤ اوکپتان دکنټرول روم سره په رابطه کښې وؤ خوپه دوئم ځل لېنډنګ کښې جهازدپېښې خکار شو
ارشد ملک اوويل چې اپريشن به دوه يادرے ورځوکښې ترسره کيږي، مونږ دپي آئي اے هوټل خالي کړې دې چې لواحقينو ته دپاتې کېدولپاره تکليف نه وي