د پي ټي آئي نور يو سل شپږ څلويښت رهنماګانو نومونه نو فلائي لسټ کښې شامل کړې شوي چې ورسره د دغه کسانو شميره دوه سوه، شپږ ويشت ته رسيدلې ده، ذرائعو وئيلي چې دغه فهرست ايئرپورټس باندې اميګريشن چارواکو ته ورکړې شوي دي،بلخوا عمران خان د دغه لسټ هرکلې کړې او وئيلي دي چې د بهرملک تلو مې هيڅ اراده نيشته،بهر ملک کښې مې نه جائيداد شته او نه کاروبار او نه مې پاکستان نه بهر بينک اکاؤنټ شته،که د چهټيانو تيرولو موقع ميلاؤ شوه نو شمالي علاقه جات ته به سيل ته ځم
د پاکستان تحريک انصاف يو سل شپږ څلويښت نور مشرانو نومونه نو فلائي لسټ کښې شامل کړې شويدي
ذرائعو وئيلي چې د پي ټي آئي دغه کسانو نومونه پوليسو،نيب او د اينټي کرپشن محکمو مراسلونه پس نوفلائي لسټ کښې شامل کړې شويدي
ذرائعو ترمخه دغه فهرست ايئرپورټس باندې اميګريشن چارواکو ته ورکړې شوي،او دوي ته به د يو ځل بهر ملک تلو لپاره داخله وزارت نه اجازت اخستل ضروري وي
بلخوا پي ټي آئي چيئرمين عمران خان دغه لسټ کښې نوم شامليدو باندې د حکومت شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې زمابهر ملک ته د تلو هيڅ اراده نيشته
عمران خان وئيلي چې بهر ملکونو کښې مې جائيداد او کاروبار نيشته ، او نه مې بينک اکاؤنټ بهر ملکونو کښې دې
عمران خان وئيلي که چرې د چهټيانو تيرولو موقع ميلاؤ شوه نو شمالي علاقه جات ته ځم ، غريزې علاقې مې خوښې دي
عمران خان په ټويټر خپلو ځامنو سره د نتهيا ګلي تصوير شيئر کړې او وئيلي دي چې دغه ځائې مې نن صبا ډېر ياديږي