د پټروليم مصنوعاتوقيمتونو کښې لټر په سرپنځه ويشت روپے اضافه شويده

د پټروليم مصنوعاتوقيمتونو کښې لټر په سرپنځه ويشت روپے اضافه شويده

د پټروليم مصنوعاتوقيمتونو کښې لوئې اضافه شويده، وزارت خزانه طرف نه جاري شوې اعلاميې مطابق پټرولو نرخ کښې پنځه ويشت روپے ، ډيزلو قيمت کښې يويشت روپے او خاورو تيلو نرخ کښې لټر په سر درې ويشت روپے نه سيوا اضافه شويده
د وفاقي خزانې وزارت طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن ترمخه د پټرول قيمت کښې في لټر پنځه ويشت روپے اته پنځوس پيسے اضافه شوې چې ورسره د پټرولو نوې قيمت سل روپے لس پيسے في لټر مقرر شويدې
دهائي سپيډ ډيزلو نرخ لټر په سر يويشت روپے يو ديرش پيسے اضافے نه پس نوې قيمت يو سل يو روپے او شپږ څلويښت پيسے مقرر شويدې
اعلاميې مطابق د خاورو تيلو قيمت کښې في لټر دري ويشت روپے پنځوس پيسے اضافه شوې او نوې قيمت ئې نهه پنځوس روپے شپږ پيسے مقرر شويدې
اعلاميې ترمخه لائټ ډيزلو نرخ کښې هم اوولس روپے څلور اتيا پيسے اضافه شوې او نوې قيمت ئې لټر په سر پنځه پنځوس روپے اته نوي پيسے مقرر شويدې
د پټروليم مصنوعاتو قيمت کښې اضافے اطلاق يکم جولائي په ځائې په فورې توګه شويدې

blank