د پټهان کوټ ائيربيس حملے پلټنو لپاره انوسټى ګيشن ټيم ته د هندوستان ويزې جارى شوى

0
29

د پټهان کوټ ائيربيس حملے پلټنو لپاره د پاکستان پنځه کسيزه جوائنټ انوسټى ګيشن ټيم ته د هندوستان ويزې جارى شوى او دوى به د اتوار په ورځ نوى دلى ته ځى

د هندوستان رياست پهټان کوټ کښې د جنورۍ مياشتې په دوئمه نيټه په ائيربيس شوى ترهه ګرو حملے پلټنو لپاره حکومت پنځه کيسزه جوائنټ انوسټى ګېشن ټيم جوړ کړے وو
د دې ټيم مشرى د پنجاب سى ټى ډى ايډيشنل آئى جى رائے طاهر کوى او د ټيم نورو غړو کښې کرنل تنوير،کرنل عرفان مرزا،عظيم ارشد او شاهد تنوير شامل دى
دې جے ‌آئى ټى ته د هندوستان ويزے جارى کړى شوى دى او دوى به د اتوار په ورځ د نولى دلې د لارې پټهان کوټ ته ځى
ټيم به هند حکومت له لورى پاکستان ته ورکړى شوى معلوماتو او شهادتونو په رڼا کښې د دې پيښې تحقيقات کوى
ياده دې وې چې د پټهان کوټ حملے مقدمه ګوجرانواله کښې درج کړے شوېده