د پښتونخوا په بالائي او ميداني علاقو کښې سبا نه د بارانونو وريدو امکان دې

د پښتونخوا په بالائي او ميداني علاقو کښې سبا نه د بارانونو وريدو امکان دې

موسمياتو محکمي د پښتونخوا په بالائي او ميداني علاقو کښې سبا نه تر د جمعي ورځې پوري د تيزو بارانونو او په غرونو د واوري وريدو امکان څرګند کړې
موسمياتو محکمي له لوري جاري شوي بيانيه کښې وئيلي شوي چي د پښتونخوا په بالائي او ميداني ضلعو زياتره سيمو کښې سبا نه د تيزو بارانونو او په غرونو د واورو وريدو امکان دې
بيانيه زياتوي چي د بارانونو او واورو دا سلسله به تر د جمعي ورځي پوري دوام اولري
بلخوا پي ډي ايم اے ټولو متعلقه اضلاع ته د څه قسمه هنګامي صورتحال په وړاندي د بيداره اوسيدو هدايات جاري کړي
دي سره سره په سيلګرو هم غږ شوي چي شورو ورځي نه تر د جمعي ورځي پوري احتياطي تدابير خپل کړي