د پښتون تحفظ مومنټ درې مطالبات تقريبا پورا شويدې

0
154
ډي جي آئي ايس پي آر

د پاک فوج ترجمان ميجر جنرل آصف غفور وئيلي چې د پښتون تحفظ مومنټ ټولې غوښتنې منلې شوي ،خو ورسره ئې دهړکه هم ورکړي چې هغه حد دې نه پريږدي چې رياست د طاقت په اسعتمال مجبوره شي
جي ايچ کيو پنډۍ کښې خبري غونډې ته د وينا په وخت د پاک پوځ ترجمان ميجرجنرل آصف غفور اوئيل چې اول کښې د پښتون تحفظ مومنټ درې غوښتنې د چيک پوسټونو خاتمه ،قبائلي سيمې نه د بارودي سرنګونو صفائي او بے درکه خلقو بازيابي وه په کوم چې ډير حده پورې کار شوې
هغه اوئيل چې کال دوه زره شپاړس کښې قبائلي او د خيبرپښتونخوا ممختلفو سيمو کښې څلور سوه نهه نوي چيک پوسټونه وو کوم چې يو سل اته ديرش ختم کړې شوي او اوس درې سوه يو ديرش پاتې دي
د بارودي سرنګونو يعني مائنونو په اړه د پاک فوج ترجمان اووئيل چې د فوج درې څلويښت فعاله ټيمونو څلور څلويښت فيصده علاقه صفا کړي او اوس هم کار روان دے
هغه اووئيل چې بے درکه خلقو بازيابۍ لپاره د جسټس جاويد اقبال په مشرۍ کښې کميشن څلور زره کيسونه حل کړي او باقي پاتې درې زره باندې هم کار روان دے
يو سوال په جواب کښې د پاک پوځ ترجمان اووئيل چې پښتون تحفظ مومنټ پرامن تنظيم دے خو ورسره ئې دا هم خواست ورکړو چې هغه حد ته نه ورځي چې رياست د طاقت په استعمال مجبوره شي
هغه اووئيل چې د پښتون تحفظ مومنټ سختو خبرو باوجود رياست د مور کردار ادا کوي او جواب کښې سختي نه کوي
د پاک فوج ترجمان اوئيل چې ملک کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې ډير حد پورې کمې شوي او ډير زر به د امنيت وضع نوره هم ښۀ شي
هغه اووئيل چې ټول ملک کښې د آپريشن ردالفساد لاندې څلور څلويښت لوئي عمليات شوي چې پکښې دوه ديرش زره غير قانوني وسله برآمد کړې شوي او مجرمانو پرضد کارروائي شوي
کراچۍ کښې د امنيت په اړه د پاک فوج ترجمان اووئيل چې د رينجرز عملياتو له عمله ښار کښې امن قائم شوې او د مجرمانو فهرست کښې د شپږم نه اووه شپيتم بمبر ته راغلي
د پاک فوج ترجمان مخکښې اووئيل چې کال دوه زره اوولس نه را په ديخوا هندي فوج دوه نيم زره نه زيات وارې په لائن آف کنټرول د ډز بندۍ خلاف ورزي کړي او عام خلق ئې په نښه کړي
د هند آرمي چيف په بيان کښې ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې هند خپله سيکولر رياست نه دې او هلته مسلمانان او نور اقليتونه محفوظ نه دي
د پاک فوج ترجمان زياته کړي چې تر اويا کاله دوران ملک د نازک دور نه تيريږي خو وس وخت راغلې چې حالات به ښه شي او که چرې اتفاق نه کار وانه خيستې شو نو حالات نور هم خرابيدے شي