د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين په ټولو کيسونو کښې ضمانت منظور شوې

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين په ټولو کيسونو کښې ضمانت منظور شوې

د قامى اسمبلې غړى محسن داوړ وئيلى چې د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين په ټولو کيسونو کښې ضمانت منظور شوې او د ګل په ورځ به هغه خوشې کولې شى ، خېبرنيوز سره د خبرو په وخت محسن داوړ د منظور پشتين ضمانت تصديق کړې او وئيلى ئې دى چې د صبا له ډيره اسماعيل خان کښې کيدونکى جلسه به د شيډول مطابق کيږى
شمالى وزيرستان نه د قامى اسمبلې غړى محسن داوړ خېبرنيوز سره د خبرو په وخت د منظور پشتين په ټولو کيسونو کښې د ضمانت تصديق اوکړو او وې ويل چې هغه به د ګل په ورځ خوشې کړې شى
هغه اووئيل چې د منظور پشتين رهائى او بشرى حقونو لپاره د ډيره اسماعيل خان په حق نواز پارک کښې کيدونکى جلسه به د شيډول مطابق کولې شى
دې نه وړاندې خپل يو ټويټ کښې د قامى اسمبلې غړى محسن داوړ د پى ټى ايم مشر منظور پشتين د ضمانت منظورۍ بيان ورکړې وو او ورسره ئې د هغه د رهائۍ لپاره د سياسى ګوندونو او کارکنانو د سياسى هلوځلو ستائنه کړې