د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي جنرل سيکرټري سردار حسين بابک وئيلي چې د پښتون قومي اتحاد کابينه جوړه کړې شويده،او د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه به سوات کې د ټؤلو پارټيانو مشترکه احتجاج کولې شي،
پيښور باچا خان مرکز کې د پښتون قامي اتحاد غونډې نه پس پريس کانفرنس ته سردار حسين بابک اووئيل چې د بدامنۍ او ترهګرۍ خاتمې لپاره د اقداماتو په حواله اجلاس کې خبري اوشوي،او د قيام امن لپاره به کانفرنسز او امن پاڅون په سلسله کې احتجاجي مظاهري کولې شي، دوي اووئيل چې صرف په قبائيلي ضلع مومندو کې د زرو نه سيوا خلک لاپته کړې شويدي او علي وزير د پارليمان غړې دې خو بيا هم د هغه په رهائي کې عدالتونه بے بس په نظر راځي، سردار حسين اووئيل چې عمران خان د ترهګرو د ټؤلو نه غټ سهولت کار دې،او پښتون قامي اتحاد د ترهګرۍ خاتمه غواړي، سردار حسين بابک اووئيل چې په غؤنډه کې فيصله اوکړې شوه چې په احتجاجي مظاهرو کې به د داسي اقداماتو نه ډډه کولې شي د کوم نه چې ټکراو او بې اتفاقي پيدا کيږي، سردار حسين بابک زياته کړه چې د خيبر پښتونخوا نه سرمايه کار او سرمايه کاري پنجاب ته منتقل کيږي،او دا وخت خيبر پښتونخوا د بې روزګارۍ لوجې د منشياتو او بهته خورۍ اډه جوړه شويده، SOT