د پښتوژبي نامتو شاعر شمس القمر انديش څلورم تلين نن نمانځلې شي

0
9
د پښتوژبي نامتو شاعر شمس القمر انديش څلورم تلين نن نمانځلې شي

د پښتوژبي نامتو شاعر شمس القمر انديش څلورم تلين نن نمانځلې شي،د مردان د ادب ذرخيزې خاورې سره تعلق لرونکې د غزل نمائنده شاعر انديش بابا په نني تاريخ د دوه اتيا کالو په عمر کښې په حق رسيدلي وو
شمس القمر انديش په شلم اکتوبر کال نولس سوه دري ديرش کښې په مايارو کلي کښې زيږيدلې وو
ارواښاد شمس القمر بابا د خدائي خدمتګار تحريک او د باچا خان د نظريے کلک ملګرې وو او خپل ټول عمر ئې د دغې نظريے د پرچارلپاره وقف کړي وو
شمس القمر انديش که يو خوا غزل له يو نوې او ځانګړې حيثيت ورکړي وو نو بلخوا په خپله شاعرې کښې ئې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره هم موثره کردار ادا کړې وو
د انديش بابا چهاپ شوي کتابونو کښې فخرافغان او پيمانه د غزل شامل دي
په پښتو ژبه او پښتونولې باندې ميئن انديش بابا په اتم مارچ کال دوه زره پنځلسم کښې د اوږدې مودې ناروغتيا وروستو د دوه اتيا کالو په عمر کښې په حق رسيدلي وو