د پښتو ژبې نامتو شاعر او قام پرسټ ليډر اجمل خټک لسمه برسي نن نمانځلي شي

د پښتو ژبې نامتو شاعر او قام پرسټ ليډر اجمل خټک لسمه برسي نن نمانځلي شي

که خفه، که ګيله من يم، که غصه يم
خو ولاړ هم په لښکر هم په مورچه يم
ماتيدے نه بدليدے نه خرڅيدے شم
چې پښتوئې مرګ او ژوند دے زه هغه يم
د پښتو ژبې نامتو شاعر،اديب او قام پرسټ ليډر اجمل خټک لسمه برسي نن نمانځلي شي،شاعري سره سره اجمل خټک بابا د آزادۍ مبارزې لپاره خدائي خدمتګار تحريک کښې هم برخه اخستي وه او دې سلسله کښې د جيل او جلا وطنې تکليفونه ئې هم برداشت کړي وو
اجمل خټک بابا په کال نولس سوه پنځويشتم کښې په اکوړې کښې زيږيدلي وو
هغه د ژوند زياتره برخه د پښتو ژبې ودې او د انګريزانو نه آزادي ترلاسه کولو لپاره د خان عبدالفغار خان تحريک لپاره وقف کړي وه
شعر و شاعرې سره د اجمل خټک شوق د سکول د وختونو نه وو او هغه ديارلس کتابونه او اووه رسالے چهاپ کړې وے
د آزادۍ تحريک لپاره اجمل خټک د جيلونو تکليفونه هم برداشت کړي وو او هغه په افغانستان کښې ډير وخت لپاره جلا وطن وو
اجمل خټک بابا په اووم اپريل کال نولس سوه لسم کښې د پنځه اتيا کالو په عمر کښې په حق رسيدلي وو

blank