د پېښور باچا خان ائيرپورټ کښې تيز باران لوجې اوبه داخلې شوى

د پېښور په باچا خان ائير پورټ کښې د تيز هواګانو او طوفان لوجې د ائيرپورټ په حدود کښې اوبه داخل شوي،د تيز هواګانو لوجې د ائيرپورټ سيلنګ ترډيره حده راپريوتے

د پيښور باچا خان ائيرپورټ حکامو تر مخه په پيښور کښې د تيز باران او طوفان لوجې د پيښور ائيرپورټ سيلنګ ته اوقيمتي مشينرئ ته هم نقصان رسيدلے باچا خان ائيرپورټ حکام وائي چې فضائي سروس د معمول مطابق جاري دے،او د جازونو تګ راتګ وختونو کښې هيڅ قسمه ځنډوالے نه دے راغلے،او چې کوم سيلنګ او قيمتي مشينرۍ ته زيان رسيدلے وو، د هغي مرمت څه شوې او څه لا جاري دے، ياده دي وي چې موسمياتو محکمي د رواني جمعي نه بيا د باران د زول طوفان سره سلسله ښودلي ده