د پېښور حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې په طبعى عملے تشدد کښې ککړ د صوبائى اسمبلۍ دوه غړو خلاف ايف آئي آر درج کړې شوې

د پېښور حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې په طبعى عملے تشدد کښې ککړ د صوبائى اسمبلۍ دوه غړو نګهت اورکزئى او شفيق شير خلاف ايف آئي آر درج کړې شوېدې،مقدمه د ډائريکټر فيصل شهزاد په مدعيت کښې درج کړې شوې

د پيښور ایچ ایم سی طبعي عملے باندې د تشدد خلاف مقدمه په حيات آباد تهانړے کښې درج کړې شوېده، ايف آئي آر کښې د پيپلز پارټي صوبائي اسمبلۍ غړې نګهت اورکزئي او د باپ پارټي غړې شفيق شير نامزد کړې شويدي، دا دے نه علاوه په مقدمه کښې نور نامعلومه تنان هم ملزمان ګرځولی شوي دي

درج کړې شوې ايف آئي آر کښې پينځه سوه شپږ، څلور سوه اوويشت، درې سوه يو څلويښت او اتلس سوه شپيته دفعات هم شامل کړې شويدي

حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې پيښه په يکم مئې مخې ته راغلې وه خو ايف آئي آر دوه ورځو پس درج کړې شوېدې

د یادونی وړ ده چه د مئی په  ړومبی نیټه یو ماشوم په یو ډز په سر لګیدلی وو د علاج لپاره هسپتال ته راوړلی شوی  وو په علاج کښې د غفلت له امله ماشوم په حق ورسېدو په دی باندی لواحقینو نه یوازی احتجاج لاره خپله کړی وه بلکه په طبعي عمله باندی تشدد هم کړی وو

دغه ماشوم تعلق جمرود سره وو په احتجاج کښې د صوبائی اسمبلی غړی هم شامل شوی وو