د پېښور ضلعى انتظاميې د کورونا ضابطه اخلاق د مسلسل خلاف ورزى کونکو خلاف په لويه پيمانه کاروائى شروع کړيده

د پېښور ضلعى انتظاميې د کورونا ضابطه اخلاق د مسلسل خلاف ورزى کونکو خلاف په لويه پيمانه کاروائى شروع کړيده د کاروائي دوران دوه سوه پنځه ديرش دوکانداران ګرفتار، او په ورسک او چارسده روډ دوه سوئمنګ پول سيل کړې شوي

صوبائي دارالحکومت پيښور کښې ضلعي انتظاميي د پوليسو او پاک فوج د ځوانانو په مرسته مختلفو بازارونو کښې د کورونا ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ سخته کاروائي کړيده، کاروائي د پيښور په رينګ روډ، کوهاټ روډ، چارسده روډ، ورسک روډ، او نورو مختلفو سيمو کښې شويده، ضلعي انتظاميي لخوا د لوډ سپيکر د لاري اولس ته اپيل شويدے، چې د کورونا وبا مخنيوي لپاره دې د حکومت سره مرسته اوکړي او که چري تاجر برادرۍ او عام اولس حکومت سره دې لړ کښې مرسته اونکړه نو کورونا وبا به ډير خطرناک شکل اختيار کړي