د پېښور هائيکورټ چيف جسټس د بارودى سرنګونو چاودنو ايف آئى آر نه درج کولو نوټس اخستې

د پېښور هائيکورټ چيف جسټس د بارودى سرنګونو چاودنو ايف آئى آر نه درج کولو نوټس اخستې ، د وفاقي او خيبر پختونخوا حکومتونو نه ئي جواب غوښتے دے

پيښور هائيکورټ کښي دجنوبي وزيرستان د بارودي سر نګونو د چاودنو خلاف د کيس سماعت شوے ،درخواست ګزار دريز خپل کړے چي بارودي سرنګونو چاودني په مسلسل توګه کيږي ولي ددي ايف آئي آر نشي درج کولے په دي چيف جسټس قيصر رشيد سخت ردعمل څرګند کړے او سوال ئي پورته کړے چي ولي ددي پيښو ايف آئي آر نه کيږي ؟ چيف جسټس په باقاعده توګه د ايف آئي آر نه درج کولو نوټس اخيستۍ ، وفاقي او صوبائي حکومتونو نه جواب غوښتے دے