د پېښور پوليسو لويه کاروائى ، قاتل ګرفتار

د پيښور پوليسو يوه اهمه کاروائي کړے او د مسيحي ځوان قتل کښي ککړ د هغه سکه رور ئے ګرفتار کړيدے

پيښور کښي خبري غونډے ته د وينا په وخت ايس پي سټي عتيق شاه اوويل چي تهانه آغه ميرشاه پوليسو اهمه کاروائي کړے او د نقاش مسيح قتل کښي ککړ ملزم زبير مسيح ګرفتار کړے شوے کوم چي د وژلي شوي تن سکه رور هم دے۔ ايس پي سټي عتيق شاه وينا ده چي دے پيښے ته د ټارګټ کلنګ رنګ ورکولو کوشش کړے شوے خو د پوليسو لخوا د تفتيش دوران ملزم د کورني تاوتريخوالي له وجے د هغه د قتل کولو اعتراف کړيدے ۔ايس پي سټي زياته کړے چي د پوليسو په وخت او جامع تفتيش نه پس ددے حساس کيس حل کولو کښي اهم کاميابي ترلاسه شويده