د څو ورځو د ځنډ ورورستو افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ټيمونو ترمينځه عمومي ناسته شوي

د څو ورځو د ځنډ ورورستو افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ټيمونو ترمينځه عمومي ناسته شوي

د څو ورځو د ځنډ ورورستو افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ټيمونو ترمينځه عمومي ناسته شويده چې پکښې بين الافغاني مذاکرات لپاره د ايجنډې او طريقه کار اصولو باندې پيدا شوي اختلافات ختمولو په معامله خبرې شويدي،د حکومت مذاکراتي ټيم ترجمان امکان څرګند کړې چې دواړه فريقين به ډير زر د باضابطه مذاکراتو په ايجنډا متفق شي.د افغان حکومت مذاکراتي ټيم ترجمان نادر نادري په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې دوحه ښار کښې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيم ترمينځه عمومي اجلاس شويدے
بيان ترمخه دې اجلاس کښې دواړو رابطه کميټو بين الافغاني مذاکراتو د ايجنډې په حواله پيدا شوي اختلافات ختمولوپه معامله تبادله خيال کړېدے.د طالبانو د قطر دفتر ترجمان ډاکټر محمد نعيم هم د دې ملاقات تصديق کړي او وئيلي ئې دي چې د دواړو ډلو مشرانود سولې عمل پرمختګ لپاره سفارشات وړاندي کړي او اختلافي نکاتو باندې هم خبرې شويدي.دې اجلاس کښې د افغان حکومت مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزئۍ او د طالبانو د وفد مشر مولوي عبدالحکيم هم موجود وو