د چئيرمين سينيټ عدم اعتماد تحريک په اړه اپوزيشن سره نمبر ګيم پورا دے

د چئيرمين سينيټ عدم اعتماد تحريک په اړه اپوزيشن سره نمبر ګيم پورا دے

د چئيرمين سينيټ عدم اعتماد تحريک په اړه سينيټر راجه ظفر الحق وئيلي دي چې اپوزيشن سره نمبر ګيم پورا دے ,ووټونو کموالي تصور هم نشي کيدلې،اندرون ملک ټول سينيټرانو سره رابطه کښې يو، انتخاباتو په ورځ به د اپوزيشن يو سينيټر هم غير حاضر نوي
د مسلم ليګ ن سنئير رهنما او سينيټر راجه ظفر الحق په مشرئې کښې د نوي چئيرمين سينيټ په معامله د اپوزيشن سينيټرز اجلاس شوې ،
اجلاس نه پس ميډيا سره خبرې کولو په مهال راجه ظفر الحق وئيلي چې دريويشتم جولائي پورې به سينيټ اجلاس رابللې شي،مونږ به فل حال چئيرمين سينيټ تبديلې په لور روان يوو
د ن ليګ رهنماوينا دا چې قائمه کميټيانو تبديلې په لور فې الحال نه ځو ځکه چې دا ځان له دويم جنګ عظيم دے، خو که قائمه کميټيانو تبديلې اړخ ته لاړو بيا الته هم زمونږ نمبر ګيم مخکې نه برابر دے