د چمن شيلا باغ پشمول مختلفو علاقو کښې د خسرے وبا خواره شويده

د چمن شيلا باغ پشمول مختلفو علاقو کښې د خسرے وبا خواره شويده

د چمن شيلا باغ پشمول مختلفو علاقو کښې د خسرے وبا خواره شويده، د خسرے وبا له وجې تيرو پينځو ورځو کښې درې ماشومان په حق رسيدلې او په درځنونو متاثر شويدي
تفصيلاتو ترمخه د بلوچستان چمن ضلعې شيلا باغ، ژړه بند، کلې، باديزئې پشمول نورو علاقو کښې د خسرے وبا خواره شويده، د خسرے وبا له وجې تيرو پينځو ورځو کښې درې ماشومان په حق رسيدلې او په درځنونو متاثر شويدي، د ژړه سيمه کښې قائم کړے شوي سرکاري هسپتال هم بند دے
ځائے خلقو متعلقه ادارو نه غوښتنه کړے چې په فوري توګه دے د خسرے وبا لپاره ګامونه پورته کړي ولې چې د خسرے وبا نه نورو ماشومانو د مړينې اندښنه ده