د چيرمين نيب مبينه ويډيو تحقيقاتو لپاره دې د قامي اسمبلي رولز مطابق خصوصي کميټي جوړه کړے

0
27

د چيرمين نيب مبينه ويډيو تحقيقاتو لپاره دې د قامي اسمبلي رولز مطابق خصوصي کميټي جوړه کړے شي کومه چي دې معامله کښي ککړ په ګوته کړي،د پاکستان مسلم ليګ ن سينر نائب صدر شاهد خاقان عباسي مطالبه،دا ئي هم وئيلي دي چي د شهباز شريف په دې حواله ټويټ هم راغلې چي پکښې هغوي د چيئرمين نيب د معاملې نه د لاتعلقې اظهار کړيدي
اسلام آباد پريس کلب کښې ميډيا سره خبرو دوران شاهد خاقان عباسي غوښتنه کړې چي د چيرمين نيب مبينه ويډيو تحقيقاتو لپاره دې د قامي اسمبلې خصوصي کميټي جوړه کړې شي
شاهد خاقان عباسي دا هم وئيلي دي چي په دې حواله د شهباز شريف ټويټ مخي ته راغلے چي پکښې اپوذيشن ليډر وئيلي دي چي دا معامله د چيئرمين نيب ذاتي معامله ده
د مسلم ليګ ن نائب صدر زياته کړيده چي تيره ورځ د چيئرمين نيب په مشرې کښې اجلاس شوې وو چي وروستو ئي د نيب پريس ريليز کښې د دې خبر ترديد شوې او دا د چيئرمين نيب په ضد پروپيګنډه ګرځولې شويده
شاهد خاقان عباسي دا هم وئيلي دي چي کومې ادارې دغه آډيو ټيپ چلولې،د هغې مالک د وزيراعظم عمران خان دوست او مشير دې نو دا خبره وزيراعظم هاوس پورې راسيدلې ده
پخواني وزيراعظم زياته کړيده چي زمونږ په نيب تحفظات اوس هم موجود دي،په چيئرمين نيب د حکومتي غړو کرپشن په ډاګه کولو لوجي دباو اچولې کيږي